د نړیوال اقتصادي فوروم غونډه نن په ریاض کې پيلیږي

د غونډې یوه څنډه

د نړیوال اقتصادي فوروم اصلي غونډه نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې پيلیږي.

دې غونډې ته د نړۍ د څه باندې شپېتو هېوادونو استازي وربلل شوي چې فلسطیني مشران هم پکې شامل دي.

د غونډې ګډونوال تر ډېره په غزه کې د اوسني کړکېچ د هواري او د حماس او اسراییلو تر منځ د اوربند هڅې کوي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین د یوه داسې اوربند د ټینګېدو په هدف د نړیوال اقتصادي فوروم په غونډه کې ګډون کوي چې په نتیجه کې یې د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو خلاصون تضمین کړي.

د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان پرون ویلي چې د غزې جګړه پر نړیوال اقتصادي وضعیت "خورا زیات فشار" اچوي.

هغه د اقتصادي فوروم د غونډې په درشل کې د سیمه ییز "ثبات" غوښتنه کړې او پر نړیوال اقتصاد یې د غزې تړانګې د جګړې د اثراتو په اړه خبرداری ورکړی دی.