د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له حکومته غوښتې چې د خوست درې خبریالان پرته له څه قید او شرطه خوشې کړي.
دې سازمان د جمعې په ورځ په ایکسپاڼه کې په دې اړه اندېښنه وښوده.
خبریالان اسماعیل سعادت، وحیدالله معصوم او احسانالله تسل د موسیقي د خپرېدو او له ښځینه اورېدونکو سره د خپرونې پر مهال د خبرو له امله د اپرېل په ۲۲مه توقیف شول.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي چې دا کسان د دوی د حکومت له قوانینو څخه د سرغړونې له امله محکمې ته معرفي شوي دي.
تر دې مخکې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د بې پولي خبریالانو سازمان د دې خبریالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.