یو افغان ډاکتر بسمالله شیوامل ته د جرمني یو له سترو جایزو چې "لیوناردو شوابیرر" نومېږي ورکړل شوې ده.
شېوامل چې جراح دی په خپله فېسبوکپاڼه د دې جایزې د اخستو خبره کړې او هغه یې د افغانستان ټولې طبي کورنۍ او جراحانو ته ډالۍ کړې ده.
په ورته وخت کې د جرمني یو شمېر رسنیو هم لیکلي، بسمالله شيوامل ته دا ډالۍ د هغه علمي او څېړنیزو فعالیتونو له امله ورکړل شوې ده.
د دې ر سنیو په راپورونو کې د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، دا جایزه په جرمني کې یوه له معتبرو ویاړنو شمېرل کېږي چې ډاکتر بسمالله شيوامل ته د جرمني د جراحانو د ټولنې لهخوا ورکړل شوې ده.