د امریکا متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سیاسي چارو کې د دې وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس روانه اوونۍ قطر او پاکستان ته په سفر کې د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، بس به د اپرېل له ۲۶مې تر ۳۰مې د قطر او پاکستان په سفر وي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، مرستیال وزیر به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو او د نورو هېوادونو له ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې د راغلیو معلوماتو پر بنسټ، جان بس به اسلاماباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره د متحدهایالاتو او پاکستان په یو لړ سیمهییزو او دوه اړخیزو مسایلو هم بحثونه ولري.