پاکستان د ثبت شویو افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

په پاکستان کې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسیدو موده د جون میاشتې تر دېرشمې تمدید شوه.

دا پرېکړه د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ نن د مرکزي کابینې په غونډه کې وشوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، په پاکستان کې یو میلیون او څلور لکه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د پروسږکال د احصایې له مخې، په پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شمېر نژدې درې میلیونه او اوو لکو ته رسیږي.

د پاکستان حکومت پروسږکال د اکتوبر په میاشت کې له خپلې خاورې د هغو افغانانو د ایستلو پریکړه اعلان کړه چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

دا لړۍ چې په ژمي کې لږ ورو شوې وه لاهم روانه ده.