فوټسال؛ افغانستان عراق ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن پنځه د درېیو په وړاندې د عراق لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د پلې‌آف پړاو د دې لوبې په ګتلو سره افغانستان د ۲۰۲۴م کال نړیوال جام ته د لار موندنې په برخه کې یو ګام مخکې شو.

دا لوبه نن د ټایلند په پلازمېنه بنکاک کې وشوه.

د پلې‌اف پړاو اتله لوبډله به د اسیا د فوټسال د پنځم ټیم په توګه نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

افغانستان د اسیا د فوټسال د اتلولۍ سیالیو په لړ کې مخکې تر دې له ایران، کوېټ، بحرین او تاجکستان سره مخ شوی و چې له ډلې یې د تاجکستان او ایران په وړاندې ماتې خوړلې وه، بحرین ته یې ماته ورکړه او له کویت سره یې لوبه مساوي کړه.