اوچا د واکسین او وقایې په اړه د پوهاوي زیاتولو لپاره د اتحاد غوښتنه کړې

ارشیف: په افغانستان کې د واکسین کمپاین یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا د واکسین او وقایې په باب د پوهاوي زیاتولو لپاره د اتحاد غوښتنه کړې ده.

دغې ادارې د خوندیتوب نړیوالې اوونۍ په مناسبت پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د دوی هدف د افغانستان په هر کونج کې د خلکو خوندیتوب دی.

اوچا لیکلي: "په ګډه کولی شو چې ولسونه د وقایې وړ ناروغیو په وړاندې خوندي کړو."

اوچا په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو پر ختمېدو هم ټینګار کړی دی.

هر کال د اپرېل له ۲۴مې د اپرېل تر ۳۰مې پورې د خوندیتوب نړیواله اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان، د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق او نورو ادارو له‌خوا په ګډه د دې لپاره نمانځل کېږي چې په نړۍ کې د وقایې او له ناوغیو د خوندیتوب لپاره د خلکو پوهاوی زیات شي.