د داعش د کورنیو څه باندې ۵۰ غړي د تاجکستان یوه هیئت ته سپارل شوي

ارشیف: په سوریه کې له دې وړاندې هم د داعش د کورنیو غړي د تاجکستان دولت ته سپارل شوي دي.

د سوریې په شمال کې د کردانو په مشرۍ چارواکو پرون خبر ورکړ چې څه باندې ۵۰ ښځې او ماشومان یې چې د داعش افراطي ډلې د کورنیو غړي وو، د تاجکستان یوه هیئت ته وسپارل، څو بېرته د هغوی کورنیو ته ورتسلیم کړای شي.

په سوریه کې د کردانو چارواکي وايي، دغه ۱۷ ښځې او ۳۳ ماشومان چې ټول د تاجکستان وګړي دي، هغه هیئت ته وسپارل شول چې مشري یې د کویت لپاره د تاجکستان سفیر زبید الله زبیدزاده کوي.

کله چې د اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۴م کال کې د سوریې او عراق زیاتې برخې ونیولې او هلته یې خپل خلافت اعلان کړ، د تاجکستان په ګډون د ګڼو هېوادونو وګړي له داعش سره د یوځای کېدو لپاره له خپلو کورنیو سره سوریې ته لاړل.