د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره: افغانان باید وپوهېږي چې یوازې نه دي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره وايي چې په افغانستان کې د بدلون لپاره به له عدالت غوښتنې لاس وانه‌خلي.

کرن ډیکر په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور خپرېدو ته په اشاره په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې پرون لیکلي، افغانان باید وپوهېږي چې یوازې نه دي.

هغې دغه راز لیکلي: "د بشري حقونو مدافعان زما اتلان دي."

د امریکا دغې لوړ رتبه ډیپلوماتې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو، د ازادو رسنیو ختمولو، پر سوله‌ییزو اعتراضونو حملو او مذهبي محدودیتونو ته اشاره شوې ده.

کرن ډیکر ویلي چې هره ورځ له دغو محدودیتونو سره خپل مخالفت څرګندوي.

افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور چې تېره دوشنبه خپور شو، ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې په دې هېواد کې بشري حقونه په پراخه کچه نقض شوي او د طالبانو حکومت د افغانانو خپلسرو نیونو، شکنجې، ځورونو، اختطاف، وژنو او ان جبري کډوالۍ ته دوام ورکړی دی.