طالبانو په خوست کې پنځه کسان په دُرو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د خوست ولایت موقعیت

طالبانو په خوست ولایت کې پرون پنځه کسان د غلا او اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له دغو کسانو یو تن د ۳۹ دُرو تر څنګ په پنځو او بل تن هم په همدومره درو وهلو او درېیو کلونو بند محکوم شوی دی.

بل تن هم د ۳۸ دُرو وهلو تر څنګ په څلورو کلونو او دوه نور په ۸ میاشتو او ۳۰ دُرو وهلو محکوم شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د خوست د اسمعیل خېلو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې په عام محضر کې مجازات شوي دي.

طالبانو تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ځینې کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې مجازات کړي دي.

د طالبانو دغو اقداماتو د بشري حقونو د بنسټونو عکس العملونه هم پارولي او دوی له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ختم کړي.