د فلسطینیانو د ملکي دفاع یوه ډله: ملګري ملتونه دې په غزه کې ترسره شوي جنایتونه وپلټي

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د فلسطینیانو د ملکي دفاع یوې ډلې نن پنجشنبې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د غزې په یوه روغتون کې د هغه څه په اړه دې چې دې ډلې ترسره شوي جنګي جنایتونه بللي، پلټنه وکړي.

دې ډلې ویلي، وروسته له هغې چې اسراییلي سرتېري د روغتون له ودانۍ ووتل، شاوخوا ۴۰۰ جسدونه له ډله‌ییزو قبرونو څخه راایستل شوي دي.

د ملکي دفاعي ځواک په نوم دې ډلې په یوه خبري کنفرانس کې پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي وویل، داسې قضیې شته چې په ناصر روغتیایي مرکز کې ځینې ناروغان د جراحۍ پر مهال چې د عملیاتو جامې یې په ځان کې وې، ځای پرځای وژل شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې وروسته له هغې چې اسرایي ځواکونه د خان یونس له ښاره ووتل، فلسطیني چارواکو وویل چې د غزې د مرکزي برخې په لوی روغتیایي مرکز، ناصر روغتون کې د سلګونو کسانو مړي له ډله‌ییزو قبرونو راایستل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، هغه ادعا چې فلسطینیان وایي چې د اسراییلو دفاعي ځواکونو مړي ښخ کړي، بې اساسه او بې بنسټه دي.