ملګري ملتونه: تېر کال په نړۍ کې نژدې ۲۸۲ میلیون وګړي له شدیدې لوږې سره مخامخ وو

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

ملګري ملتونه وایي، تېر۲۰۲۳م کال په نړۍ کې نژدې ۲۸۲ میلیون وګړي له شدیدې لوږې سره مخامخ وو.

د خوراکي موادو د بحران په اړه نړیوال راپور کې چې پرون چهارشنبې خپور شوی، ویل شوي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۵۹ هېوادونو او سیمو کې کې ډېر خلک د خوراکي موادو له زښت کمښت سره مخامخ دي.

د دې راپور له مخې په ۳۹ هېوادونو او سیمو کې له ۳۶ میلیونه زیات کسان د شدیدې لوږې له بېړني حالت سره چې د قحطۍ څلورمې درجې ته یو ګام ورنژدې ده، مخامخ دي.

خوړو ته د اړو کسانو دوه پر درېیمه برخه یې د افغانستان او سودان وګړي یاد شوي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو د اټکل له مخې په روان ۲۰۲۴م کال کې هم ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۷ میلیونه افغانانو ته د خوراکي موادو په ګډون د اړنیو مرستو رسولو لپاره درې میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.