د حماس یوه مشر له اسراییل سره د ۵ کلن اوربند شرطونه په ډاګه کړل

له ارشیفه د غزې یو تصویر چې د اسراییلو وروستیو بریدونو سخته ویجاړي ور اړولې ده

د حماس یوه جګپوړي چارواکي د اسوشتید پرس آژانس ته ویلي چې دا ډله چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، چمتو ده له اسراییل سره یو پنځه کلن یا له هغه زیات اوربند وکړي، وسله پرځمکه کېږدي او پر یوه سیاسي ګوند بدل شي خو په دې شرط چې که د ۱۹۶۷ کال مخکې پولو پر اساس یوه خپلواکه فلسطیني دولت جوړ شي.

د خلیل الحیا په نوم دغه چارواکي دغه څرګندونې پرون چهارشنبې داسې مهال کړي چې د حماس او اسراییل ترمنځ د یوه اوربند لپاره خبرې له څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي.

داسې ښکاري چې دغه وړاندیز چې حماس ځان بې وسلې کوي، د دې ډلې له لوري چې په ښکاره یې د اسراییل د له منځه وړلو ژمنه کړې، د پام وړ امتیاز دی چې ورکوي یې.