د بې پولې خبریالانو ټولنه: طالبان دې بندیان کړي ۴ خبریالان خوشې او تړلي ۲ تلویزونونه فعالیت ته پرېږدي

ارشیف

د بې پولې خبریالانو ټولنې، RSF په افغانستان کې د څلورو خبریالانو د خوشې کیدو او دوو خصوصي ټلویزیوني چینلونو د فعالیت د بېرته پیلولو غوښتنه وکړه.

دې ټولنې ویلي چې دغه خبریالان او رسنۍ په تېرو څو اوونیو کې په دې هېواد کې د مطبوعاتو د ازادۍ په وړاندې د طالبانو د وروستیو ځپونکو اقداماتو قرباني شوي دي.

د بې پولنې خبریالانو د ټولنې په وینا، د راډیو څلور خبریالان په وروستیو څه باندې دوو اونیو کې د افغانستان په دوو مختلفو ولایتونو کې نیول شوي.

پر درېیو نیول شویو خبریالانو تور پورې شوی چې موسیقي یې خپروله او د خپرونو په مهال یې له ښځینه اوریدونکو ټیلفوني تماسونه ترلاسه کول.

طالبانو دغه راز تیره اونۍ د نور او بریا په نومونو دوه خصوصي ټلویوني چینلونه په دې تور چې ملي او اسلامي ارزښتونوته یې درناوی نه کاوه، بند کړل.

د جنوبي آسیا لپاره د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشرې سیلیا میرسیر په یوه بیان کې وویل چې د مجازاتو دغه وروستۍ پرېکړې پر رسنیو د طالبانو د ځپونکو اقداماتو یوبل ګوزار دی او له طالبانو غواړي چې سمدستي دې څلور خبریالان خوشې او دوو ټلویزیوني چیلنونو ته بیرته د فعالیت د پیلیدو اجازه ورکړي.

د پولې خبریالانو ټولنې ویلي چې په تېر۲۰۲۳ کال کې چې افغانستان د ۲۰۲۳ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال نوملړ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۵۲ ځای درلود، په دې هېواد کې لږترلږه ۲۵ خبریالان نیول شوي وو.