روسیې اوکراین سره د ۵۰ ماشومانو د تبادلې خبر ورکړ

روسیې سره د اوکرایني ماشومانو د تبادلې یو مخکینی تصویر

د روسیې د ماشومانو د حقونو کمېشنرې له اوکراین سره د ماسکو د یرغل له امله د بې ځایه شویو شاوخوا پنځوسو ماشومانو د تبادلې د یوه تړون خبر ورکړ.

ماریا لووا بیلووا پرون وویل چې نهه ویشت ماشومان به اوکراین ته وسپارل شي او نولس به روسیې ته واستول شي.

لووا بیلوا زیاته کړه چې دا موافقه په دوحه کې له اوکرایني لورې سره د خبرو پرمهال شوې ده، خو د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر دیمیترو لوبینیتس فرانس پریس اژانس ته وویل چې دی دا خبر نه شي تاییدولی.