خیبر پښتونخوا؛ بره باړه کې ۱۵ پاکستاني سرتېري ټپیان شوي

یو شمېر پاکستاني ځواکونه - ارشیف

د خیبر پښتونخوا د خیبر سیمې په بره باړه کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو چاودنه شوې ده چې لږ تر لږه ۱۵ سرتېري یې ټپیان کړي دي.

په خیبر ضلع کې د ملېشه ځواک یوه چارواکي د خپل نوم پټ ساتلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته د دې پېښې تایید وکړ او څرګنده یې کړه چې پرون د فرنټیر کور د یوسل اوشپږم کنډک پر کاروان د سړک د غاړې بم چاودلی.

د دغه چارواکي په وینا، په ټپيانو کې ۳ جګپوړي افسران او ۱۲ سرتیري دي چې د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.