له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو کمېسیون وایي، د دې کمېسیون له جوړېدو راهیسې تراوسه پورې ۸۳۹ افغان شخصیتونه خپل هېواد ته را ستانه شوي او له خپلو کورنیو خپلوانو سره ارام ژوند کوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د راپور له مخې، دې کمېسیون پرون چهارشنبې په یوه بیان کې یو ځل بیا په بهر او په ځانګړې توګه؛ په ګاونډیو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو چې په تېر حکومت کې یې نظامي او ملکي دندې ترسره کړې، غوښتنه کړې چې په ډاډه زړه دې خپل هېواد ته را ستانه شي، ځکه د دوی په ادعا ژوند ته یې هیڅ ګواښ نشته.
د کمېسیون په وینا، دوی کولای شي په خپل هېواد کې د نورو افغانانو په څېر خوندي ژوند وکړي او د خپل هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون بهر میشتو افغانانو ته د بېرته ستنېدو ډاډ داسې مهال ورکوي چې له هېواده بهر؛ په تیره په ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او ایران کې د پخواني حکومت یو شمېر پوځیانو او کارکوونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې چې که بېرته افغانستان ته ستانه شي یا یې کوربانه هېوادونه په زوره واستوي، هلته به یې ژوند خوندي نه وي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې وروسته چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول، له ۶ لکه زیاتو افغانانو پاکستان ته پناه وړې چې اکثره یې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي بیرته افغانستان ته ستانه شي.