جرمني کې ۷ بهرنیان داعش سره په اړیکو او اروپا کې د بریدونو په پلان لرلو تورن شول

ارشیف

د جرمني فدرالي څارنوالي وایي، ۷ بهرني اتباع یې په جرمني کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې لپاره د حملو په پلانولو رسماً تورن کړي دي.

دې ادارې پرون چهارشنبې وویل چې دغه ۷ تنه د تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان اتباع دي.

پر دوی تور پورې شوی چې په جرمني او د لویدیځې اروپا په نورو برخو کې یې د پراخو حملو پلان درلود.

خو د جرمني د څارنوالۍ د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، کله چې امنیتي ځواکونو د دغو تورنو کسانو د نیولو لپاره اقدام وکړ، هغوی کوم ځانګړی پلان نه درلود.

د جرمني د څارنوالۍ دفتر ویلي، تورن کسان چې په ۲۰۲۲ کال په اوکراین کې د جګړې له پلیدو وروسته د اوکراین له لارې جرمني ته رسېدلي وو، د تېر کال په جولای میاشت کې نیول شوي دي.

ویل شوي چې دوی د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خراسان څانګې سره چې په افغانستان کې په حملو سربېره یې تېره میاشت په مسکو کې د خونړي برید مسولیت هم اخیستی، اړیکه ټینګه کړې وه.

دغه راز ویل شوي چې دوی په هالنډ کې له یو شمېر نورو کسانو سره یوه تروریستي څانګه جوړه کړې وه.