ازبکستان د ترانزیتي دهلیز د جوړېدو لپاره د طالبانو په ګډون د خبرو کوربه دی

د ازبکستان بیرغ

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلن سرپرست وزیر حمیدالله آخوندزاده د پنځو هېوادونو له چارواکو سره د خبرو لپاره ازبکستان ته تللی.

د راپورونو له مخې آخوندزاده د روسیې، بیله روس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان له استازو سره د یوه ګډ شپږ اړخیز دهلیز د رامینځته کېدو پر مسلې خبرې کوي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلن وزارت پرون چهارشنبې وویل چې آخوندزاده به د روسیې او بیله روس له چارواکو سره د افغانستان د ترانزیت د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

هغه همدارنګه د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره هم کتلي او د لویو لارو له لارې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیت د زیاتوالي په اړه ورسره خبرې کړې دي.

په دې اړه چې ایا ازبکستان ته د ښاغلي اخوندزاده په دې سفرکې کومې مشخصې موافقې هم شوي کنه، تراوسه څه نه دي ویل شوي.