کابل ته د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سفر؛ ملا برادر ورسره لیدلي او پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی

ملا برادر او د قزاقستان مرستیال صدراعظم

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین او د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د رېل پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

د ملا برادر دفترپرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ښاغلي ژومانګارین چې چهارشنبې کابل ته رسېدلی، له چارواکو سره په لیدنو کتنو کې یې ویلي چې قزاقستان چمتو دی چې د صنعت، لوړو زده کړو، معارف، روغتیا، بانکدارۍ او حکومتولۍ په چارو کې د الکترونیکي سیسټم په برخه کې همکاري وکړي.

په دوام کې دغه راز ویل شوي چې په دغه کتنه کې د مختلفو سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ترانزیتي او له قزاقستانه د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پر مسلې هم خبرې وشوې.

په همدې ترڅ کې ټاکل شوې چې د افغانستان او قزاقستان د تولیداتو او محصولاتو یو ګډ دوه ورځنۍ نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شي.

که څه هم قزاقستان لکه د نورې نړۍ په څیر د طالبانوحکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو ورسره یې اړیکې ټینګې کړې دي.