طالب وزیر: د مس عینک کان تاریخي اثار دې خوندي وساتل شي

د مس عینک کان - ارشیف

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، د عینک د مسو د استخراج د پروژې په عملي کېدو سره باید د کان په سیمه کې د لرغونو اثارو ساتنه وشي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (اپریل۲۳) د ایکس شبکې (پخواني ټویټر) له لارې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه پرون د مس عینک د کان د قراردادي چینایي شرکت له مشر سونګ وینبینګ سره لیدلي دي. د بیان په اساس خیرخواه د کېندنو پر مهال د لرغونو اثارو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

سونګ وين بينګ راز ډاډ ورکړی چې دوی هڅه کوي د مس عينک پروژه په داسې ډول پلې کړي چې کلتوري اثار زيانمن نه شي.

د عینک د مسو کان د استخراج پروژه د جمهوري نظام پر مهال یوې چینايي کمپنۍ ته ورکړل شوې وې، خو د کان په سیمه کې د لرغونو اثارو راوتلو له امله یې کېندنې وځنډېدې.