تمه ده د امریکا سنا نن اوکراین سره څه باندې ۶۰ میلیارده ډالره مرسته تصویب کړي

د امریکا او اوکراین بیرغونه

تمه ده چې د امریکا د مشرانو جرګه یا سنا نن د امریکا د پوځي مرستو بستې ته چې له اوکراین سره څه باندې شپېته میلیارد ډالره مرسته هم پکې ده رایې ورکړي.

د دې مرستو لایحه چې په کانګرس کې ډېر وخت وځنډېده، تېره شنبې د استازو د جرګې له خوا تصویب شوه.

په پام کې ده، دا بسته چې د اوکراین د پوځ د اړتیا وړ مرستې پکې دي، نن په سنا کې رایې اخیستو ته او د اوونۍ ترپایه د توشېح لپاره ولسمشر جوبایډن ته واستول شي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي بایډن پرون د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په ټلفوني خبرو کې وویل چې متحدایالات به د روسیې پرضد د جګړې او هوايي مدافعې په برخو کې د اوکراین د بېړنیو اړتیاوو د لیرې کولو لپاره ډېر ژر د پام وړ امنیتي مرستې بسته دې هېواد ته وسپاري.

اوکراین له څو میاشتو راهیسې د روسیې له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ ده ځکه د هوايي مدافعې او مهماتو د سیسټمونو زېرمې یې ورو، ورو په خلاصېدو دي.