د امریکا د بهرنیو چار وزارت د بشري حقونو په کلني راپور کې د افغان ښځو ناوړه وضعیت ته ځانګړې پاملرنه شوې

یو شمېر افغان ښځې - ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو په کلني راپور کې یې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ناوړه وضعیت مسئلې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

په دې راپور کې له افغان مېرمنو سره د ناوړه چلند بېلابېل اړخونه په جزییاتو سره روښانه شوي او یادونه شوې چې په تېر یوه کال کې د طالبانو هېڅ یوه فرمان هم د ښځو پر تعلیم او کار د لګېدلو محدودیتونو له لیرې کېدو یا نرمېدو سره مرسته نه ده کړې، بلکې برعکس نوي فرمانونه یې د پرځېدلي جمهوري نظام له قوانینو او نړیوالو اصولو سره په تناقض کې دي.

په راپور کې همدا راز د بې محاکمې وژنو، شکنجو، د زندان د سختو او ژوند ګواښونکو شرایطو، د خلکو د بې دلیله نیولو او تښتولو او د بشري حقونو د سرغړونو نور مثالونه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې ویلي، چې په افغانستان کې د خلکو بشري حقونه خوندي دي.