اوکراین: په ادیسه ښار کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید د ۲ ماشومانو په ګډون۹ تنه ټپیان کړي

د پېښې سیمه

د اوکراین د ادیسه د سیمې والي اولې کیپر وایي، پر ادیسه ښار نن سهار وختي د روسیې د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید له امله ۷ کسان ټپیان شوي چې دوه یې ماشومان دي.

هغه همدارنګه ویلي چې د دغه برید له امله په څو ودانیو کې اور لګېدلی.

د اوکراین هوایي ځواکونو نن پر ټیلګرام چینل په یوه بیان کې ویلي چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د روسیې د هغو ۱۶ بې پیلوټه الوتکو له ډلې چې پرادیسه، کییف، میکولاییف او چیرکاسي د بریدونو لپاره کارول شوې وې پنځلس یې راغورځولې دي.

د کییف اداري مشر سیرهې پوپکو ویلي چې ټول ډرونونه چې کییف یې په نښه کړی و، له منځه وړل شوي او په ښار کې یې هیڅ ځاني او مالي زیان نه دی پېښ کړی.