د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ته په یوه ټیلیفوني تماس کې ډاډ ورکړ چې له دې هېواد سره به د پوځي مرستو مسوده ژر تر ژره لاسلیک کړي.
د امریکا په سنا کې د دې بستې په اړه سه شنبه رایګیري پلان وه او تر هغې وروسته به یې د توشیح لپاره ولسمشر بایډن ته لیږي. په دې لویو مرستو کې اوکرایین ته څه باندې شپېته میلیارده ډالره په پام کې نیول شوي.
زیلینسکي په خپل پیغام کې چې په ایکس یې خپور کړی ویلي له ولسمشر بایډن سره په خبرو کې یې له هغه ډاډ ترلاسه کړ چې د مرستو په دې کڅوړه کې هغه ډول مرستې شاملې دي چې اوکراین ورته اړتیا لري ترڅو د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي.