د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا: طالبان دې احمد فهیم عظیمي ژر را خوشې کړي

احمد فهیم عظیمي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د کارپوهانو ډلې ویلي چې طالب چارواکي باید سمدستي د بشري حقونو او د نجونو د تعلیم مدافع احمد فهیم عظیمي خوشې کړي.

دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خپور کړی ټینګار کړی چې تعلیم ته لاسرسی یو اساسي حق دی او کوم کسان چې په دې لاره کې فعالیت کوي او غږ پورته کوي باید د نیولو او زنداني کولو پر ځای یې ملاتړ وشي او خوندیتوب یې تضمین شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې احمد فهیم عظیمي له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا بندي شوی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې کړې او بیا یې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې هم وتړلې. په دې موده کې تر دې دمه ګڼ فعالان چې مطیع الله ویسا، احمد فهیم عظیمي او ځینې نور د یادولو دي د نجونو د تعلیم لپاره د فعالیت او مبارزو په خاطر نیول شوي او په میاشتو میاشتو یې په بند کې تېر کړي.

احمد فهیم عظیمي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۷ مه په کابل کې له ځینو نورو فعالانو سره یوځای نیول شوی او طالبانو د ناقانونه او د شریعت خلاف کړنو تور لګولی.