ایراني چارواکي: له افغانستان څخه ایران ته هېڅ اورګاډی نه دی راغلی

ارشیف: د خواف رېللاره چې افغانستان له ایران سره وصلوي.

ایراني چارواکي وايي، له افغانستانه دې هېواد ته هېڅ اورګاډی نه دی ورغلی.

له دې مخکې ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې ایران د افغانستان لومړني ټرانزیټي اورګاډی ته چې ترکیې ته روان و، له دې هېواده د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې، خو پرون ماښام ایراني رسنیو د اورګاډي شرکت د عامه اړیکو د ادارې په حواله خبر ورکړ چې له افغانستانه دې هېواد ته هېڅ اورګاډی نه دی ورغلی.

د مخکینو راپورونو له مخې د افغانستان یو اوګاډی چې ۱۱۰۰ ټنه معدني تیږې په‌کې بار وې له هرات ولایت څخه د ایران روزنک تمځای ته ننوتی دی.

په راپورونو کې تایید شوې وه چې ایران دا اورګاډی درولی، خو چارواکو یې د دې اقدام په اړه جزییات نه دي ورکړي.