ایران د حجاب د نویو مقرراتو تطبیق لپاره نوی ځواک جوړ کړی

د ایران ځواکونه د حجاب په تړاو له یو شمېر مېرمنو سره په خبرو بوخت دي.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک قوماندان حسن حسن زاده پرون د هغه نوي اضافي ځواک د جوړېدو اعلان وکړ چې دنده به یې د ښځو د حجاب په برخه کې د نويو محدودیتونو تطبیق وي.

حسن زاده وویل د دې ځواک غړي د دې لپاره روزل شوي چې په عامه ځایونو کې د حجاب نوي مقررات په جدي ډول عملي کړي.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې ایراني چارواکو په وروستیو ورځو کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر اړوند فعالیتونه پراخ کړي او په دې ترڅ کې یې د یونیفورم لرونکو مامورینو تصویرونه خپاره کړي چې د "رڼا" تر سرلیک لاندې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ښځو ته سپارښتنې کوي.

د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر میاشت کې وروسته له دې چې د مهساامیني په نوم یوه پېغله د چارواکو په معیار د حجاب د نه مراعاتولو په تور ونیول شوه او بیا یې د پولیسو په توقیف کې سا ورکړه په ایران کې داسې پراخ اعتراضونه پیل شول چې د اسلامي جمهوریت له واکمنېدو راهیسې یې ساری نه و، لیدل شوی.