پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه؛ اسراییلي مشرانو دا پرېکړه غندلې

د اسراییلو نیتزه یهودا ځواکونه چې ښايي امریکا پرې بندیزونه ولګوي.

اسراییلي مشرانو د امریکا هغه احتمالي پرېکړه په کلکه غندلې چې د اسراییلو پر یوه تندلارې پوځي قطعه یې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د حکومت دا احتمالي بندیزونه به چې ښايي نن د غويي یا ثور په درېیمه اعلان شي، د اسراییل د پوځ پر یوې قطعې د امریکا لومړی ځل بندیزونه وي او تمه ده چې د دې دوو متحدانو ترمنځ اړیکي به نور هم ترینګلي کړي.

د امریکا او اسراییلو اړیکي په غزه کې د جګړې له کبله مخکې هم ترینګلي شوي وو.

امریکايي چارواکو د اسراییل د دې قطعې نوم نه دی ښودلی، خو اسراییلي مشرانو او سیمه‌ییزو رسنیو دا قطعه د نیتزه یهودا Netzah Yehuda په نوم یاده کړې چې د راپورونو له مخې له تندلارو یهودو سرتېرو څخه جوړ کنډک دی.