د اوکراین ولسمشر د امریکا د نوې مرستې د اعلان هرکلی وکړ

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له اوکراین سره د امریکا د استازیو جرګې له خوا د ۶۰ ملیارډ ډالرو نوې مرستې هرکلی کړی، خو له واشنګټن یې غوښتي چې هرڅومره ژر چې کېدای شي دغه لایحه پر قانون بدله کړي ترڅو دې هېواد ته د وسلو د لېږد پروسه پیل شي.

ښاغلي زیلینسکي له امریکایي ان بي سي شبکې سره په مرکه چې نن یکشنبې خپره شوې، دغه راز ویلي چې د امریکا د استازیو جرګې دغه اقدام روسیې ته یوقوي پیغام ورکوي او هغه دا چې واشنګټن له کییف سره ولاړ دی او اوکراین به دوهم افغانستان نه شي.

د نوموړي په باور، دغه ملاتړ به د اوکراین ځواکونو لا پیاوړي او د روسیې په وړاندې جګړه کې به د دوی د بري چانس زیات کړي.

هغه له اوکراین سره د امریکا د مرستو په تړاو د افغانستان د پرتله کولو په باب نورڅه نه دي ویلي، خو د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې له شاوخوا شل کلن پراخ حضور وروسته د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ میاشتې په پای کې خپل ټول ځواکونه له دې هېواده داسې مهال وایستل چې د همدې میاشتې په پنځلسمه نېټه یې طالبانو بیا افغانستان لاندې کړ.