د اسراییل په بریدونو کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۳ فلسطینیان وژل شوي

اسراییلي ځواکونه - ارشیف

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې د غزې روغتیايي چارواکو نن یکشنبه ویلي چې تېره شپه د غزې په جنوب کې د اسرائیل په حملو کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.

اسرائیل هره ورځ پر دغه ښار حملې کوي او ویلي یې دي چې په رفح ښار کې به چې د مصر پولې ته څېرمه پروت دی، خپل ځمکني عملیات پراخ کړي.

د غزې تړانګې د ۲ ملیونو او ۳ لکه اوسېدونکو ډېری برخه یې رفح ښار ته کډه شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون بېلابېلو هېوادونو له اسرائیل غوښتي دي چې په رفح کې دې عملیات نه کوي.