ایران به ژر له روسیې د جنګي جټ الوتکو یوه بسته ترلاسه کړي

د ایران او روسیې بیرغونه

ایراني چارواکو د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې په کې ویل شوي وو چې تهران به ډېر ژر له روسیې د سوخوی Su-35 ډوله جنګي جټ الوتکو لومړۍ بسته ترلاسه کړي.

تر دې مخکې ایراني رسنیو پرون شنبه راپور ورکړی و چې تهران به په راروانو څو ورځو کې له روسیې د سوخوی SU-35 ډوله الوتکو لومړۍ جوپه ترلاسه کړي.

د جرمني خبري اژانس د خبر له مخې، د ایران د اعتماد ورځپاڼې د ویبپاڼې د راپور له مخې ایران دغه عصري جټ الوتکې په نومبر میاشت کې پېرودلې وې.

غیررسمي راپورونه وايي چې ایران په ټوله کې ۲۴ نوي جنګي جټ الوتکې رانیولې دي.

رسنیو د SNN خبري اژانس په وینا چې د ایران له سپاه پاسدارن سره نږدې اړیکې لري، راپور ورکړی چې چارواکو د الوتکو د احتمالي لېږد خبرونه رد کړي دي.

د ایران دفاع وزارت تېره میاشت اعلان کړی و چې دغه هېواد د SU-35 ډوله جنګي جټ الوتکو تر څنګ له روسیې Mi-28H جنګي څرخي الوتکې او Yak-130 ډوله الوتکې هم پېرودلي دي.