له پاکستان او ایران څخه پرون ۸۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

ارشیف

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، خبر ورکړی چې پرون شنبه له پاکستان او ایرانه ۸۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دغه ژانس په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دغه کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، د پکتیکا د انګور اډې او د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

نه دي ویل شوي چې دغه لسګونه کورنۍ په خپله خوښه که په زور افغانستان ته ستنې کړای شوي دي.

د اژانس په وینا، پرون ۳۵ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې هم دي.

له ایران او پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج لړۍ ګړندۍ شوې ده.

په پاکستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، یوازې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۵مې پورې څه باندې ۸۰۰۰ افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي چې اکثرو یې قانوني اسناد نه لرل.