فرانسه کې د یو شمېر افغانانو لاریون؛ د ۳ افغانانو د مرموزې وژنې د څېړلو غوښتنه یې وکړه

پاریس - ارشیف

په فرانسه کې ځینو افغان لاریونوالو په پاریس کې د درېیو افغانانو د مرموزې وژنې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

دغه درې کسان په یوه کور کې د اپرېل میاشتې پر اوومه وژل شوي چې تر اوسه یې د قاتلانو او د پېښې د څرنګوالي په باب بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغان خبریال او د کډوالو د چارو فعال حفیظ اله میاخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: «درې واړه، یعنې د کور خاوند او دوه نور افغانان په یوه اپارتمان کې وژل شوي دي، د پېښې څرنګوالی معلوم نه دی. لاریونوال له حکومته غواړي چې د پېښې جزییات معلوم کړي.»

په پاریس کې د افغانانو پرونی لاریون په تاوتریخوالي هم اوښتی دی.