د هسپانیا لسګونه زره اوسیدونکو د ګرځندویانو د زیاتیدو پرضد لاریونونه وکړل

په یوه را ټولیدنه کې د هسپانیا بیرغ

د هسپانیا په قناري جزایرو کې شا خوا ۵۵زره کسانو د ګرځندویۍ د زیاتوالي پر خلاف مظاهره وکړه.

د دولتي ټلویزیون او «ال پایس» ورځپاڼې د راپور له مخې په اتو جزایرو کې دغو مظاهره چیانو د ګرځندویانو د شمېر کمېدو او د استوګنې د ځایونو د کرایې کمېدو غوښتنه وکړه.

مظاهره چیانو له ځانونو سره شعارونه هم لېږدول چې ورباندې لیکلي وو، «ګرځندویي کرايي کورونه زیاتوي» او یا «جنت په کانکرېټونو نه جوړېږي.»

راپورونه وايي د هسپانیا دغو ساحو ته د ګرځندویانو زیات تګ د دې سبب شوی چې هلته د کورونو کرایې لوړې شي او ځايي خلک یې د پرې کولو وس ونه لري.