افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي ۱۵ نور ماشومان یې چې د زړه په سوري اخته دي، د درملنې لپاره په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړل.
ویل شوي، د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.
دغې ټولنې چې د طالبانو په کنټرول کې ده پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې په تېرو ۲۱ میاشتو کې یې تر ۳۰۰۰ زیات ماشومان چې په ورته ستونزه اخته وو، د تداوۍ لپاره بېلابېلو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
پخوا به تر ډېره د زړه په سوري اخته ماشومان، جرمني یا هم نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره لېږل کېدل.