د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وايي د روان ۲۰۲۴م کال له پیله د ایران په زندانونو کې د اعدام شویو افغان وګړو شمېر ۱۴ ته ورسېد.
د ههنگاو په نوم دغه بنسټ پرون په خپل یوه راپور کې ویلي چې د پنج شنبې په ورځ هم څلور افغان وګړي د مشهد په زندان کې اعدام شول او پنځم تن بیا تېره چهارشنبه د تبرېز په یوه زندان کې اعدام شوی و.
دغه څلور کسان د مخدره موادو اړوندو جرمونو او پنځم تن د قتل په تور اعدام شوي دي.
د ههنگاو بنسټ په حواله، په ۲۰۲۳م کال کې هم د ایران په زندانونو کې ۲۸ افغانان عدام شوي وو.