کابل کې چاودنه؛ یو کس وژل شوی او درې ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

په کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند وایي، نن ماښام په کوټه سنګي سیمه کې چاودنې یو کس وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي.

طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون د امنیه قومندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ له قوله لیکلي چې چاودنه په یوه مرسډیز مسافر وړونکي موټر کې د مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

د هغه په خبره په پېښه کې موټر چلوونکی وژل شوی دی.

چا له د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

اخوا د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې وسله‌والې جبهې ادعا کړې چې شنبه ماښام یې په کابل کې دوه طالبان وژلي دي.

دې جبهې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د کابل د نهمې حوزې د هودخیلو په سیمه کې یې د طالبانو په یوه چک پاینټ برید کړی او په نتیجه کې یې دوه طالب ځواکونه وژلي او دوه یې ټپیان کړي.

د مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه لا د طالبانو امنیتي چارواکو څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه د اوښتیو مرګژوبلو تایید نه شي کولای.