افغانستان کې ورښتونه او سېلابونه؛ په څلورو ورځو کې ۲۹ کسان مړه شوي

د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله په ننګرهار کې دې کور ته هم زیان اوښتی دی.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو وزارت وایي، له چهارشنبې راپه‌دېخوا په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه ټپيان شوي دي.

د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق نن دا هم وویل چې د سېلابونو او ورښتونو له امله ۷۲ کورونه یا یوه برخه یا په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

تر دې مخکې د هلمند په کجکي ولسوالي کې د یوه کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ د اوو غړیو د وژل کېدو او په ګرشک ولسوالي کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د دوو تنو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي وو.

په بامیان کې هم د دهن خشکک په ښارګوټي کې د چت د چپه کېدو له امله درېیو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نن د بامیان او هلمند په ګډون د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ورښتونو د ورېدو اټکل شوی دی.