د افغانستان کرکټ بورډ وايي د کابل په مرکزي اکاډمۍ کې یې د الف لوبډلې لپاره پیل کړی تمریناتي کمپ بشپړ شو او ډېر ژر به سریلانکا ته خپل سفر پیل کړي.
د بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د چمتووالي په دې کمپ کې یې د لوبغاړو په بېلابېلو اړخونو کار کړی او هغو یې لوبو ته لا ښه چمتو کړي دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۸مه نېټه د ۵ یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ سیالۍ لوبلړۍ پیل کړي.
کرکټ بورډ د دې سیالیو لپاره له وړاندې د اکرام عليخېل په لوبډلمشرۍ د ګڼو نویو ځوانانو په ګډون لوبډلې غوره کړي دي.