یو امریکايي وګړی د اوکراین په دونېڅک کې وفات شوی

دونېڅک یوه څنډه

د راسل بینټلي په نوم یو امریکايي وګړی د اوکراین په دونېڅک سیمه کې چې د روسیې په ولکه کې ده، په حق رسېدلی دی.

د روسیې د آرټيRT دولتي تلوېزیون مشرې مارګاریتا سیمونیان پرون پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ولیکل چې بینټلي د روسیې له سپوتنیک خبري شبکې سره همکاري کوله، خو هغې د نوموړي د مړینې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

د دونېڅک سیمې پولیسو تېره اوونۍ په یوه بیان کې وویل، ۶۴ کلن بینټلي چې ځان یې په اوکراین کې د روسیې تر ملاتړ لاندې ځواکونو پلوي باله او د روسیې دولتي رسنیو د جګړې د خبریال په توګه معرفي کاوه د اپرېل په اتمه لادرکه شوی دی.