طالبانو د کندهار د جهادي مدرسې د استاد "محمدعمر جان اخندزاده" مړینه تایید کړه

د طالبانو د یوې مدرسې انځور

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کندهار د جهادي مدرسې د استاد او د طالبانو د کره کتنې ادارې د غړي شیخ الحدیث محمدعمر جان اخندزاده مړینه تایید کړه.

په پاکستان کې ځینو سرچینو ویلي، دغه کس د بلوچستان ایالت کوټې ته نږدې په "نوي کلي" کې د یوه جومات ملا امام هم و چې پرون ناوخته د وسله‌والو په حمله کې وژل شوی دی.

د طالبانو یوې سرچینې ویلي، دغه ملا د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده ته له نږدې کسانو و.

مجاهد نن په خپله ایکس شبکه کې د محمد عمر جان اخندزاده د مړینې خبر تایید کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې هغه چېرې وژل شوی دی.

د طالبانو ویاند نن په خپله ایکس شبکه کې ویلي، دا وژنه د اسلام د دښمنانو کار دی.

په بلوچستان کې د پولیسو یوه چارواکي جواد طارق د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.