زیلینسکي یو وار بیا له لوېدیځو متحدانو د نورو هوايي مدافع دستګاوو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي یو وار بیا د اوکراین له لوېدیځو متحدانو وغوښتل چې کییف ته د هوايي مدافع نورې دستګاوې ورکړي.

دا غوښتنه داسې وخت کېږي چې د روسیې د میزاییلو په نننیو خونړیو حملو کې هم د اوکراین ښارونه او د انرژۍ مهم بنسټونه په نښه شوي دي.

زیلینسکي نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "هر هېواد چې اوکراین ته د هوايي مدافع دستګاوې ورکوي او هر رهبر چې زموږ شریکان هڅوي، څو د هوايي مدافع دستګاوې باید په تحویلخانو کې خوندي نه شي بلکې باید په هغو ښارونو کې ځای پر ځای شي چې له ترور سره مخامخ دي، دا د ژوند د خوندي کولو یو ملاتړ دی."

نن سهار وختي د اوکراین پر دنیپرو سیمه د روسیې د میزاییلو په حمله کې لږ تر لږه ۲ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.