د راپورونو له مخې اسراییلو د ایران د بریدونو په غچ په ایران باندې هوايي برید کړی دی.
دا خبره اې بي سي امریکايي تلوېزیون ته یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي تایید کړې ده.
یو شمېر رسنیو بیا د ایران له اصفهانه د درنو چاودنو د غږونو د اورېدو راپورونه ورکړي.
د ایران فارس خبري اژانس هم د جزییاتو له ورکړې پرته تایید کړې چې د اصفهان په ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
اصفهان کې د ایران ګڼې اټومي تاسیسات پراته دي چې تر ټولو مهم یې د نطنز بټۍ او د یورانیمو د بډاینې مرکز دی.
اسراییلو تر دې مخکې خبرداری ورکړی وو چې د ایران د توغندیزو بریدونو ځواب به ورکړي.
اخوا د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چې په ګڼو ښارونو کې یې د جمعې په ورځ د هوايي دفاع سیستمونه فعاله کړي دي.
د تهران د پلازمېنې امام هوايي ډګر پروازونه هم تر سهاره پورې ځنډېدلي دي.