د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی

وروستیو بارانونو او سېلابونو په ننګرهار کې زیانونه اړولي. دغه کس د خپل ویجاړ شوي کور په پاتې شونو ګرځي.

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې، برښنا او سېلابونو وړاندوینه شوې ده.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست وايي، د یکشنبې تر ورځې به د افغانستان په ۲۹ ولایتونو او همداراز سالنګونو کې ورښت دوام وکړي.
دې ادارې پرون (پنجشنبې) پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، لوګر، غزني، کاپیسا، کابل، پروان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان وردک، ډایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، بادغیس، غور، هلمند، اروزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې د ورښت وړاندوینه کوي.
د هواپېژندنې د ریاست له اټکل سره سم به د باران اندازه له ۱۵ تر ۶۰ میلي مترو پوري او د واورې له ۱۵ تر ۳۹ سانتي مترو پورې وي.
له پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د وروستیو ورځو د سیلونو او ورښتونو له کبله ۷۰ تنه مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.