سیف ده چلډرن: له پاکستانه ستانه شوي دوه نیم لکه افغان ماشومان هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري

ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، په تېرو ۷ میاشتو کې له پاکستانه د بېرته راستنو شویو افغانانو نژدې دوه نیم لکه ماشومان، مناسبو کورونو، خوړو او د زده کړو لاسرسي ته اړتیا لري.

سیف ده چلډرن نن پنجشنبې په خپله وېب پاڼه کې لیکلي، د هغو له ۵۲۰ زره زیاتو افغانانو له ډلې چې د تېرکال د سپټمبرله میاشتې راهیسې له پاکستانه ایستل شوي یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي، نژدې نیمایي یې ماشومان دي.

د هغې سروې له مخې چې دې ادارې د بېرته راستنو شویو کورنیو او د کوربنو ټولنو په اړه کړې، موندنې یې ښیي چې نژدې ټولو یعنې ۹۹ سلنه یې ویلي چې د راتلونکې یوې یا دوو میاشتو لپاره کافي خواړه نه لري.

د دغې سروې له مخې، په کوربه ټولنو کې د راستنو شویو درې پرڅلورمه برخه یې ویلي چې د لویانو د خوړو مصرف یې محدود کړی ترڅو کوچني ماشومان وکولای شي چې لږ تر لږه دوه ورځې په اوونۍ کې ډوډۍ وخوري.

دغه راز ویل شوې چې د راستنو شویو او کوربنو کورنیو ۴۰ سلنه یې خواړه پوروي یا لږترلږه په اوونۍ کې درې ورځې په خپلو خپلوانو تکیه کوي.

سیف دي چلډرن ویلي په افغانستان کې اته میلیونه ماشومان یا په درېیو کې یو یې د لوږې له بحراني کچې سره مخ دي.

د سروې له مخې، له پاکستانه د راستنو شویو هرو شپږو کورنیو له ډلې نژدې یوه یې په خېمو کې اوسي او د راستنو شویو ماشومانو دوه پردرېیمه برخه یې هم ښوونځي ته لاسرسی نه لري.