د ایران ولسمشر: د اسراییل کوچني برید ته به هم په بېړه ځواب ووایو

د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي

د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي پرون چهارشنبې یوځل بیا اسراییل ته خبرداری ورکړ چې یوه ډېر کوچني برید ته به یې هم په بېړه او سخت ځواب ووایي.

ښاغلي رییسي د پوځ د ملي ورځې په مناسبت د رسم ګذشت ځانګړو مراسمو ته په وینا کې د اپریل په ۱۴ سهار وختي پر اسراییل د توغندیو او ډرون الوتکو برید یو محدود اقدام وباله او ویې ویل چې د ایران پر خاوره د اسراییل برید به له پراخ او سخت ځواب سره مخ شي.

په عین حال کې د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو یوځل بیا ژمنه وکړه چې دا یواځې اسراییل دی چې پر ایران د برید د څرنګوالي په اړه به پرېکړه کوي.

ښاغلي نتنیاهو پرون چهارشنبې د کابیني غونډې ته وویل چې د اسراییل دولت به هرهغه څه ترسره کړي چې د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا ده.

ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییل د ۳۰۰ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.

اسراییل وویل چې د توغندیو او ډرونونو ۹۹ سلنه یې په هوا کې له منځه وړي دي، خو ایران وایي چې په دغو بریدونو سره یې خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.