د افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینات نن پای ته رسیږي

ارشیف

افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینونه نن پای ته رسیږي.

د تاجکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو تمرینونو کې وسله والو ځواکونو، د ټانک جزوتامونو، د استخباراتو څانګو، د کیمیاوي حملو د دفاع ځواکونو او د پوځي الوتکو عملې ګډون کړی دی.

دغه ګډ پوځي تمرینونه د اپریل په پنځلسمه پیل شوي او هدف یې د هر ډول تروریستي ګواښ په وړاندې تیاری ښودل شوی دی.

تاجکستان او روسیې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندیښنه ښکاره کړې، خو طالبان وایي هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له خاورې پربل هېواد د برید لپاره کار واخلي.

دغه پوځي تمرینونه داسې مهال ترسره کیږي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې چې په افغانستان کې حضور لري، تېره میاشت د مسکو د کنسرتونو پر یوه تالار د برید مسولیت اخیستی.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه ووژل شول.