د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د سه شنبې په ورځ (اپریل ۱۶) د بسیج قانون لاسلیک کړ.
تمه ده چې د دغه قانون په پلي کېدو سره به د اوکرایني ځواکونو د کمښت ستونزه هواره شي.
د بسیج قانون د داوطلبانو معاشونه زیاتوي، د هغو کسانو مجازاتو ته اجازه ورکوي چې له خدمت په تېښته محکوم شوي، او داسې شرایط هم پکې راغلي چې ځینې محکومینو ته د خدمت اجازه ورکوي.
تېر کال د روسیې ضد عملیاتو کومه لویه لاسته راوړنه نه درلوده نو ځکه هم په اوکرایین کې د بسیج د قانون د لاسلیکولو هڅې کېدلې.
پر اوکرایین د روسیې غیرموجه یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوی، لا هم دوام لري.