د هند امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۲۹ماویستان په چاتیسګړ ایالت کې وژلي دي.
هندي پولیسو ویلي چې د سه شنبې په ورځ یې له ماویست وسله والو سره جګړه کړې ده.
ماویست جنګیالي د هند د ممنوع ګرځول شوي کمونیست ګوند غړي دي چې د جګړې له لارې د اوسني نظام د پرځولو په لټه کې دي.
دا ګوند او غړي یې د هند د حکومت له خوا ترهګر ګڼل کېږي.
ماویست جنګیالي د هند په مرکز او ختیځو برخو کې د کمینونو او ګوریلايي جنګونو له لارې فعالیت لري.
رویټرز لیکلي دا ماویستان داسې وخت وژل شوي چې په نږدې ورځو کې په هند کې ټاکنې ترسره کېږي او تمه ده چې اوسنی صدراعظم نریندرا مودي دریم ځل واک ته ورسیږي.